Matthew 25:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا به پاچا هغو خلکو ته چې د هغه ښي لاس ته دي ووایي چې ای هغو خلکو چې زما د پلار له خوا درته برکت درکړل شوی دی، راشئ او د هغې پاچاهۍ وارثان شئ چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې ستاسو دپاره تیاره شوې وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا به بادشاه دَ ښى لاس خلقو ته ووائى چه راځئ زما دَ پلار مُبارکو خلقو! دَ باد شاهئ وارثان شئ چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے تاسو ته جوړه شوے وه په هغے کښے داخل شئ.