Matthew 25:35 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه کله چې زه وږی وم نو تاسو راته خواړه راکړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته راکړې، کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ کړم، اَؤ چه تږے وم اوبۀ مو دَ څښلو دَ پاره راکړے، اَؤ چه زَۀ مُسافر وم نو تاسو زَۀ خپل کور ته ننه ايستم،