Matthew 26:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وویل: «په ښار کې فلاني سړي ته ورشئ او ورته ووایئ: استاذ وایي چې زما ټاکل شوی وخت رانژدې شوی دی، زه به د فسحې اختر د خپلو شاګردانو سره ستا په کور کې ولمانځم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”په ښار کښے فلانى سړى ته ورشئ اَؤ ورته ووايئ چه اُستاذ وائى چه زما مقرر وخت رانزدے دے، زَۀ به دَ مُريدانو سره ستا په کور کښے دَ فسح اختر کوم.“