Matthew 26:55 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هماغه وخت کې عیسی خلکو ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ زه به هره ورځ د خدای په کور کې کښېناستم او تعلیم به مې ورکاوه خو تاسو ونه نیولم؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته ووئيل چه ”تاسو ما ډاکو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکُونو سره زما په نيولو پسے راغلى يئ؟ ما به هره ورځ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکاوو خو تاسو په ما لاس نه دے پورته کړے.