Matthew 26:75 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا پطروس ته د عیسی خبره وریاد شوه چې ویلي یې وو: «مخکې له دې چې چرګ اذان وکړي ته به درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.» بیا هغه دباندې لاړ او په چیغو چیغو یې وژړل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ پطروس ته دَ عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چه وئيلى ئے وُو چه ”دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ زما نه درے ځله اِنکارى شے.“ هغه بهر ووتو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.