Matthew 27:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو پیلاتوس وویل: «ولې؟ هغه څه جرم کړی دی؟» هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پيلاطوس ووئيل چه ”ولے؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورے چغے کړے چه ”په سولئ ئے کړه!“