Matthew 27:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې پیلاتوس پوه شو چې هغه هېڅ نه شي کولای او کېدای شي چې شور او غوغا جوړه شي، نو اوبه یې راواخیستې او د خلکو په مخکې یې خپل لاسونه ووینځل او ویې ویل: «زه د دې سړي د مرګ مسوول نه یم، دا ستاسو کار دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پيلاطوس پوه شو چه زَۀ هيڅ نۀ شم کولے اَؤ فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستے، دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے خپل لاسُونه ووينځل اَؤ وئے وئيل چه ”زما لاسُونه دَ دے سړى دَ خُون نه پاک دى، ستاسو کار دے هر څۀ چه کوئ.“