Matthew 27:29 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا یې د اغزیو څخه یو تاج جوړ کړ او په سر یې ورته کېښود او په ښي لاس کې یې ورته یو لرګی ورکړ. بیا د هغه په مخکې په ګونډو شول، ملنډې یې ورباندې وهلې او ویل یې: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ ازغو تاج ئے جوړ کړو اَؤ ورته ئے په سر کړو اَؤ يو بينت ئے په ښى لاس کښے ورکړو، بيا دَ هغۀ په مخکښے په زنګُنونو شول اَؤ ټوقے ئے ورپورےکولے چه ”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“