Matthew 27:42 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بېشکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی. که چېرې هغه د اسراییلو پاچا وي، نو د صلیب څخه دې راښکته شي، نو بیا به مونږ ورباندې ایمان راوړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ وئيل ئے چه ”هغۀ نور خلق بچ کړل خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بے شکه که دَئے دَ اِسرائيلو بادشاه دے نو اوس دِ دَ دے سولئ نه راکُوز شى، نو بيا به پرے مُونږ ايمان راؤړُو.