Matthew 27:64 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو تۀ بيا دا حکم ورکړه چې تر درېو ورځو پورې دې د دغه قبر څوکيدارى وکړے شى. هسې نه چې د هغۀ مريدان راشى، لاش يې په غلا وباسى او بيا خلقو ته وائى چې هغه پورته کړے شوے دے، او آخرى فريب يې د وړومبى فريب نه ډېر بد وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو امر وکړئ چې تر درېو ورځو پورې دې د دې قبر ښه ساتنه وشي، هسې نه چې شاګردان یې راشي او د هغه مړی په غلا یوسي او خلکو ته ووایي چې هغه د مرګ څخه وروسته بیا راژوندی شوی دی او وروستنۍ غولونه به یې د لومړنۍ غولونې څخه ډېره بده وي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آيا تۀ به دا حُکم وکړے چه تر دريو ورځو دِ دغه قبر څوکئ کيږى؟ هسے نۀ چه دَ هغۀ مُريدان راشى، لاش ئے په غلا وباسى اَؤ بيا خلقو ته وائى چه هغه پورته کړے شوے دے، اَؤ آخرى فريب به ئے دَ وړُومبى فريب نه ډير بد وى.“