Matthew 3:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زۀ تاسو له دَ توبے دَ پاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چه به زما نه پس راځى هغه زما نه زيات زورَور دے. زَۀ دَ هغۀ دَ څپلو پورته کولو قابل هم نۀ يم. هغه به درله په رُوحُ القُدس اَؤ په اور بپتسمه درکوى.