Matthew 3:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ بپتسمے نه پس عيسىٰ دَ اوبو نه سمدستى راوختو اَؤ په هغه وخت آسمان ورته خلاص شو اَؤ دَ خدائے رُوح ئے وليدو چه دَ کونترے په شان په هغۀ راکُوزيدو.