Matthew 4:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی د جلیل د بحیرې په غاړه ګرځېده، نو دوه ورونه یې ولیدل چې یو یې شمعون ؤ چې د پطروس په نوم هم یادېده او بل د هغه ورور اندریاس ؤ. هغوی په بحیرې کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهیګیران وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه ګرزيدو چه دوه وروُڼه ئے وليدل، يو شمعون چه پطروس بللے شى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس. هغوئ په درياب کښے جال اچولو ځکه چه دوئ ماهى ګيران وُو.