Matthew 4:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه، ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”هغه به ستا دَ پاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.““