Matthew 5:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا هر څۀ تاسو په خوشحالئ اَؤ رُوڼ تندى وزغمئ ځکه چه په آسمان کښے ستاسو دَ پاره لوئے اَجر دے، ځکه چه ستاسو نه وړاندے هم دغه رنګ دوئ نبيان ربړولى دى.