Matthew 5:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان موجود وي، نو د شریعت یو ډېر وړوکی ټکی به هم له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا هرڅه سرته ونه رسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ درته دا وايم چه تر څو پورے چه دا آسمان اَؤ مزکه ختم شوى نۀ وى نو دَ شريعت يو ورکوټے حرف يا يو زبر قدر به هم ورک نۀ شى، تر څو چه دا هر څۀ سر ته ونۀ رسى.