Matthew 5:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو اورېدلي دي چې زمونږ نیکونو ته ویل شوي وو: ‹قتل مه کوئ.› که څوک قتل وکړي، نو هغه به تر محاکمې لاندې نیول کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو آؤريدلى دى چه زمُونږ پلارُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”قتل مه کوئ. هغه څوک چه قتل وکړى هغۀ ته به خامخا په عدالت کښے سزا ورکولے شى.“