Matthew 5:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې د خپل مدعي سره محکمې ته روان یې، نو په لاره کې ورسره روغه جوړه وکړه، هسې نه چې هغه دې قاضي ته په لاس ورکړي او قاضي به دې پولیس ته وسپاري او ته به په زندان کې واچول شې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که څوک په تا دعوىٰ لرى نو زر ورسره جوړه وکړه، کله چه تاسو دواړه عدالت ته روان يئ. ګنى هغه به دِ مُنصف ته حواله کړى اَؤ مُنصف سپاهى ته، اَؤ تۀ به قيد شے.