Matthew 5:29 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې ستا ښي سترګه ستا د ګناه سبب شي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه. ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو غړی له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته وغورځول شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے ستا ښئ سترګه دَ ګُناه سبب شى. نو وئے باسه اَؤ دَ ځانه ئے وغورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.