Matthew 6:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي، درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه ګنى ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چه په پړده کښے دے اَؤ ستا پلار چه په رازُونو آګاه دے، هغه به تا ته ستا اَجر درکړى.