Matthew 6:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر کله چه تاسو څۀ خيرات کوئ نو ډنډوره کوئ ئے مه، لکه څنګه چه ئے رياکاران په عبادت خانو اَؤ کُوڅو کښے کوى چه خلق ئے وستائى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره موندلے دے.