Matthew 6:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅوک نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا خو به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره مینه او یا به یو ته وفادار وي او بل ته به په بده سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يو غُلام هم دَ دوؤ مالکانو خدمت نۀ شى کولے. يا خو به هغه دَ يو نه کرکه کوى اَؤ دَ بل سره مينه، اَؤ يا به هغه دَ يو وفادار وى اَؤ دَ بل به هيڅ خيال نۀ ساتى. تاسو دَ خدائے اَؤ دَ دولت دواړو يو ځائے خدمت نه شئ کولے.