Matthew 6:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا دا چه تاسو چه کله دُعا کوئ نو دَ رياکارانو په شان مه جوړيږئ! هغوئ دا ډيره خوښوى چه په عبادت خانو اَؤ چوکونو کښے دَ دُعا دَ پاره ودريږي چه هر څوک ئے ووينى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پوره ومُوندلو.