Matthew 6:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو په دُعا کښے دَ نورو قومُونو په شان تکرار مه کوئ، دَ چا چه دا خيال دے چه دَ ډيرو وئيلو په وجه به دَ هغوئ واؤريدے شى.