Matthew 7:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، خو هغه راونه غورځېده، ځکه چې بنیاد یې په تیږو باندې ایښودل شوی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه باران وشو، سيلاب راغے، زُول تير شو اَؤ دَ دۀ کور سره ئے ټکرے وخوړے، خو دا راپرے نۀ وتو ځکه چه بنيادُونه ئے په يو مظبُوط ګټ باندے وو.