Matthew 8:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی هغه ته وویل: «ګوره چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته روغ شوی یې.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”ګوره چه هيچا ته دَ دے حال ونۀ وائے. خو لاړ شه اَؤ خپل ځان کاهِن ته وښايه اَؤ کُومه شکرانه چه مُوسىٰ مقرره کړے ده، هغه ورکړه. دا به ستا دَ روغتيا شاهدى شى.“