Matthew 8:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې زه هم د بل چا د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم چې راشه نو هغه راځي او کله چې خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه نو هغه یې کوي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ پوهيږم، ولے چه زَۀ دَ حُکم لاندے يم اَؤ سپاهيان زما دَ حُکم لاندے دى. زَۀ چه يو ته ووايم چه لاړ شه نو هغه لاړ شى، اَؤ چه بل ته ووايم چه راشه نو هغه راشى، اَؤ چه خپل غُلام ته ووايم چه داسے وکړه نو هغه ئے کوى.“