Matthew 9:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي خفه ناست وي؟ بې له شکه چې نه. خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی نه بوتلل شي، نو بیا به روژه نیسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو چرته جنجيان دَ وادۀ دَ زلمى په موجُودګئ کښے په ژړا ليدلى دى څۀ؟ يو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.