Matthew 9:28 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی کور ته دننه شو، نو هغه ړانده ورته راغلل. عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ایمان لرئ چې زه کولای شم تاسو بینا کړم؟» هغوی وویل: «هو، ښاغلیه!»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ څۀ وخت چه هغه کورته دَ ننه شو نو هغوئ ورله راغلل اَؤ عيسىٰ تپوس ترے وکړو، ”آيا ستاسو دا يقين دے چه زَۀ دا طاقت لرم چه تاسو چه څۀ غواړئ هغه زَۀ کولے شم؟“ هغوئ ووئيل چه ”هو مالکه!“