Numbers 2:10 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى.