Philippians 1:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بل سره څنګ تر څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن دِ دَ مسيح دَ زيرى په شان وى. که زَۀ راشم اَؤ تاسو وګورم يا رانۀ شم، ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو رُوح کښے قائم يئ اَؤ دَ اِنجيل دَ ايمان دَ پاره په يو زړۀ ښه خوارى کوئ.