Philippians 2:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له دې امله زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو تل زما اطاعت کړی دی، نه یوازې زما په شتون کې، بلکې د هغې نه زیات یې اوس زما په نشتون کې هم وکړئ. نو په وېره او لړزېدلو سره هغه کارونه سرته ورسوئ چې ستاسو د خلاصون د ښکاره کولو سبب ګرځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو دَ هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم، نه يواځے زما په موجودګئ کښے بلکه دَ هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے، په ويره اَؤ په رپيدو دَ خپل خلاصُون کار کوئ.