Philippians 2:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ترڅو په دې زمانه کې چې ټول بې لارې او غلط خلک دي، تاسو د خدای بې عیبه، معصوم او لکه د خدای بې ګناه اولادونه اوسئ او د هغوی په منځ کې لکه د اسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه تاسو بے عيبه اَؤ پاک شئ. په بد اَؤ بے لارے خلقو کښے دَ خُدائے دَ کاملو بچو په شان ژوندُون کوئ اَؤ دَ هغوئ په مينځ کښے دَ آسمان دَ ستورو په شان وځليږئ،