Philippians 2:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه څښتن عیسی ته هیله من یم چې ډېر زر به تیموتاوس درولېږم، ترڅو ستاسو د احوال نه خبر شم، نو خوشحاله به شم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که دَ مالِک عيسىٰ مرضى وى نو زَۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په آؤريدو به زَۀ هم خوشحاله شم.