Philippians 3:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هو، یوازې دا نه، بلکې زما د څښتن عیسی مسیح پېژندل دومره قیمتي ؤ چې ما هرڅه د هغه په خاطر تاوان وګڼل. ما د هغه په خاطر هرڅه ایسته وغورځول او هغه ټول مې لکه د چټلیو په شان وګڼل، ترڅو مسیح خپل کړم
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بلکه ما دَ مسيح عيسىٰ دَ خاطره هر څۀ نُقصان وګڼلو، دَ دے دَ پاره چه هغه زما مالِک دے، اَؤ زَۀ دَ هغۀ پيژندل دَ هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. دَ هغۀ دَ خاطره ما هر څۀ پريښودل اَؤ هغه ګندګى ګڼم چه مسيح وُمومم،