Philippians 3:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او د هغه سره یو شم. زه نور خپل ځان په شریعت باندې په عمل کولو سره عادل نه ګڼم، بلکې په مسیح باندې د ایمان په وسیله عادل شوی یم، هغه رښتینولي چې په ایمان باندې ولاړه ده او د خدای له خوا راځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په هغۀ کښے ومُوندلے شم، نه چه دَ خپل صداقت سره چه دَ شريعت په وسيله ده بلکه دَ هغه صداقت په وسيله کُومه چه په مسيح دَ ايمان دَ راؤړلو په وسيله دے. اَؤ دا صداقت دَ خُدائے دَ طرفه دے چه په ايمان حاصليږى،