Philippians 4:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو اوس ستاسو هرڅه ماته راورسېدل او حتی زما د اړتیا نه زیات. تاسو چې د اپافرودیتوس په لاس کومې مالي مرستې رالېږلې وې په هغو باندې زما اړتیاوې په کامله توګه پوره شوې. دا هغه د خوشبویۍ نذرانه او قرباني ده چې خدای ته قبوله او د هغه خوښه ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى، خو چه ستاسو راليږلى څيزُونه مے دَ اِپفروديتوس دَ لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبُوئ اَؤ قبُوله قُربانى ده چه خُدائے ئے خوښوى.