Philippians 4:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هو، زما رښتینی ملګریه، ستا څخه غوښتنه کوم چې د دې دوه ښځو سره مرسته وکړې، ځکه چې هغوی د کلیمانتوس او زما د نورو همکارانو سره د زېري په خپرولو کې څنګ تر څنګ هلې ځلې کړي دي او نومونه یې د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اَئے رښتينى دَ خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ دَ هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اَؤ زما دَ نورو دَ خدمت ملګرو سره خوارى وکړله دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.