Philippians 4:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اخر دا چې ای خویندو او ورونو! هر هغه څه چې رښتیا، عزتمن، عادلانه، پاک، زړه وړونکي، ښکلي او هغه څه چې ډېر ښه او د ستاینې وړ دي، د هغو په هکله فکر کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.