Revelation 1:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ مالِک په ورځ، يعنے دَ اِتوار ورځ وه، چه رُوح په ما غلبه وکړه، نو ما دَ خپل شانه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دَ سُرنا په شان وو.