Revelation 1:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اوو روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ يوحنا له طرفه دَ ايشيا صوبے دَ اُوو جماعتُونو په نوم : په تاسو دِ فضل اَؤ سلامتى وى، دَ خُدائے له طرفه چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے، اَؤ له هغه اُوو رُوحونو له طرفه چه دَ هغۀ دَ تخت دَ وړاندے دى،