Revelation 1:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی. هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وفادار ګواه چه له مړو نه اول ژوندے پاڅيدو اَؤ دَ زمکے دَ بادشاهانو سردار دے. هغه مُونږ سره مينه کوى اَؤ مُونږ ئے دَ خپلے وينے په قُربانئ له ګُناهُونو نه آزاد کړُو.