Revelation 11:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هماغه وخت کې یوه سخته زلزله وشوه او د هغه ښار لسمه برخه راوغورځېدله او اووه زره کسان په دې زلزله کې مړه شول او پاتې کسان ډېر ووېرېدل او د اسمانونو خدای ثنا یې ویله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، دَ ښار لسمه حصه راوغورزيدله اَؤ اُووۀ زره کسان په دے زلزله کښے هلاک شول اَؤ نورو په ويره کښے دَ آسمانى خُدائے ثنا وئيله.