Revelation 11:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا په اسمان کې د خدای کور پرانیستل شو او د هغه په کور کې د هغه د لوظ صندوق ولیدل شو. برېښنا وځلېدله، د تندر غږ شو، غړمبار شو، زلزله وشوه او سخته ږلۍ وورېدله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په آسمان کښے دَ خُدائے کور پرانستے شو اَؤ په هغۀ کښے دَ هغۀ دَ وعدے صندُوق ښکاره شو، نو بيا دَ بريښنا شُغلے، دَ تندر ګړزا، زلزله اَؤ دَ ږلئ طُوفان راغے.