Revelation 11:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی دا واک او اختیار لري چې اسمان بند کړي ترڅو په هغه وخت کې چې هغوی د خدای پیغام خلکو ته رسوي، باران ونه شي. همدارنګه هغوی دا واک او اختیار لري چې اوبه په وینو بدلې کړي او هر وخت چې وغواړي په ځمکه باندې هر ډول بلا راولي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دوئ اِختيار لرى چه آسمان بند کړى چه بيا دَ دوئ دَ نبوت په دور کښے باران ونۀ شى، اَؤ دوئ هم اِختيار لرى چه له اوبو نه وينے جوړے کړى اَؤ په مزکه دَ خپلے مرضئ په مُطابق آفتُونه راولى.