Revelation 12:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بیا په اسمان کې یوه لویه نښه ښکاره شوه. هلته یوه ښځه وه چې لمر یې لکه د کالیو په شان اغوستی ؤ، سپوږمۍ یې تر پښو لاندې وه او په سر باندې یې د دولسو ستورو تاج ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا په آسمان کښے يوه لويه نخښه ښکاره شوه چه يوه ښځه وه چه نمر ئے لکه جامے آغوستے وو اَؤ سپوږمئ دَ هغے تر پښو لاندے وه اَؤ په سر ئے دَ دولسو ستورو تاج وو.