Revelation 12:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او بریالي شول زمونږ خویندې ورونه په وسیله د وري د وینې او په هغه باندې د شاهدۍ د پیغام ځکه تیار وو هغوی دې ته چې خپل ژوند له لاسه ورکړي او حتی مړه شي
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو زمُونږ ورُوڼه په هغۀ دَ ګډُورى دَ وينے په وسيله اَؤ ګواهئ دَ کلام په وجه غالب شول، اَؤ خپل ځان ئے هم عزيز ونۀ ګڼلو تر دے چه مرګ ئے هم قبُول کړو.