Revelation 12:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا د هغې زوی پیدا شو چې په ټولو قومونو به د اوسپنې په امسا باندې حکومت کوي. خو د هغې ماشوم پورته د خدای او د هغه تخت ته یووړل شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغے زوئے پيدا شو چه په ټولو قومُونو به دَ اوسپنے دَ امسا په زور حکُومت کوى. خو دَ هغے بچے خُدائے اَؤ دَ هغۀ تخت ته سمدستى وخيژولے شو.