Revelation 12:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ښځه دښتې ته، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ښځه په خپله بيابان ته وتښتيدله چرته چه دَ هغے دَ پاره خُدائے ځائے تيار کړے وو چه هلته تر دولس سوه شپيتو ورځو پورے پاتے شى.