Revelation 14:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی د عذاب لوګی به د تل دپاره راپورته کیږي او هر هغه څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او یا د هغه د نوم نښه ورباندې لګېدلې وي، نو هغوی به نه د شپې او نه د ورځې ارام ولري.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغوئ دَ عذاب لُوګے به تل تر تله راخيژى اَؤ هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده کوى يا دَ هغۀ دَ نُوم نخښه آخلى، هغوئ به نۀ خو دَ شپے اَؤ نۀ دَ ورځے آرام بيا مُومى.“